په ننګرهار کې د يو قومي مشر د ترور مخه ونيول شوه

کابل / د مرغومي ۲۳ مه / باختر
د ملي امنيت ځواکونو په ننګرهار کې د يو قومي مشر د ترور مخه ونيوله.
هغه ځانمرګي يرغلګر چې دغه ترور ته ګومارل شوی و، تېره شپه په ننګرهار کې ونيول شو.
محمد حضرت د ملي امنيت د منسوبينو په لومړنيو تحقيقاتو کې د داعش او وسله والو طالبانو په ډلو کې پر خپل غړيتوب اعتراف وکړ او ويې ويل چې غوښتل يې د ننګرهار پر قومي مشر عبدالخالق ځانمرګی بريد ترسره کړي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې ځانمرګي يرغلګر محمد حضرت تېره شپه مخکې له دې چې قومي مشر عبدالخالق ترور کړي، وپېژندل شو او ونيول شو.
ختم – ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته