کابل باختر دتلي څلورمه :
د ننګرهار ولايت دکامې ولسوالۍ دجماليو د منځني ښوونځي نوې ودانۍ نن ددغه ولايت دپوهنې دمسوولينو له خوا پرانيستل شوه اوګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
دباخترآژانس دخبر له مخې: دغه ودانۍ دمرکزي آسيا د ادارې په مالي مرسته د يوسلو اتلسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت په نهو مياشتوکې جوړه شوې ده چې اته درسي او څلور اداري خونې، د څښاک د اوبو د څاه او نورضروري ملحقات لري.
ددغه ښوونځي زده کوونکي د درسي خونو دکمښت له پلوه له ستونزو سره مخامخ وچې د دغې ودانۍ په جوړولوسره هغوى ته د ښې زده کړې زمينې برابرې شوې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ