کابلباختر د چنګاښ ١۵مه
د وسله والو طالبانو یو سیمه ييز قوماندان د ننګرهار د مومند درې او غني خېلو ولسوالیو په مربوطاتوکې نیول شوی دی.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفري د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې ګډو افغان ځواکونو د روانې میاشتې په ۱۲مه په غني خېلو او مومند درې ولسوالیو کې چاڼیز عملیات پیل کړل.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتوکې د پلټنو پر مهال ۱۹ وسلې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې او د وسله والو طالبانو یو سیمه ييز قوماندان هم نیول شوی دی.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ