امنیت

په ننګرهار کې د وروستي هوايي بريد له امله داعشيانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٧ :
په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد له امله دداعش دډلې   اتلس تنه غړي ووژل شول .
په دې   هوايي بريد  کې چې پرون  ناوخته په کوټ ولسوالۍ کې دداعشيانوپه
سنګرونو ترسره شول  دوه ويشت تنه نور داعشيان ټپيان شوي دي.
داعشيان په خپلو سنګرونو کې و چې بريد پرې وشو.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس  خبريال ته وويل :  چې په دې  هوايي بريد کې اتلس تنه داعشيان ووژل شول او  ٢٢ تنه نور ټپيان شول.
ده وويل:  چې  په دې بريد کې  دداعشيانو سنګرونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې دننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ  کې له داعشيانو سره  دپوځيانو  په نوې نښته کې درې تنه داعشيان وژل شوي  او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته