په ننګرهار کې د والیبال سیالیو اتلولي د محمدزي دلدار لوبډلې وګټله
کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د پرمختګ په نوم د والیبال سیالۍ، چې نهه ورځې مخکې د تنکیو ځوانانو ترمنځ پیل شوې وې تېره ورځ د محمدزي دلدار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغه سیالیو پایلوبه د محمدزي دلدار لوبډلې او شهاب الدین غوري لېسې لوبډلې ترمنځ ترسره شوه په پایله کې د محمدزي دلدار لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړې او د یادو سیالیو اتلولي وګټي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو سیالیو پایلوبې ته د لوبغاړو د تشویق په موخه د خوږیاڼو ولسوالۍ قومي مشران، ځوانان، ورزشکاران او د والیبال د لوبې زیات شمېر مینوال راغلي وو.