په ننګرهار کې د هندوانو حاصلات ١٥ سلنه زيات شوى دى

کابل /د غويي ٢٨مه /باختر
په ننګرهارکې د هندوانو حاصلات د تېرکال په نسبت ١٥ سلنه زيات شوى دى.
په وړاندې شويو شمېرنو له مخې ؛ ټاکل شوې ده سږ کال د ننګرهار له کروندو څخه ٧٩ زره ټنه هندوانه ترلاسه شي په داسې حال کې چې دغه شمېر تېرکال کابو ٦٦ زره ټنه و.
د کرنې او اوبولګولو وزارت مسوولين وايي چې د کرکيلې د ساحې د زياتوالي، د کرکيلې د نويو لارو چارو په اړه بزګرانوته پوهاوي ورکول اوله هغوى سره مرسته په ننګرهار کې د هندوانو د حاصلاتو دزياتوالي اصلي علتونه دي .
د ننګرهار په ٨ ولسواليوکې په څه ناڅه شل زره هکتاره ځمکه کې هندوانې کرل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې او اوبو لګولو رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې ټاکل شوې ده سږ کال د ننګرهار له کروندو څخه ٧٩ زره ټنه هندوانه ترلاسه شي په داسې حال کې چې دغه شمېر تېرکال ٦٦ زره ټنه و .
هغه وويل چې د کرکيلې د ساحې په زياتوالي اوله بزګرانوسره د مرستې له لارې هلې ځلې کوي په ننګرهار کې د هندوانوحاصلات زيات کړي .
د نننګرهار هندوانې ښه خوند اوکيفيت لري او همدا اوس په بازارونو کې يومن هندوانه تر ١٥٠ افغانيو پورې پلورل کېږي.
د ننګرهار هندوانې په کورنيو بازارونو کې پلورل کېږي خو بزګران وايي که چېرې حکومت نړيوالو بازارونو ته د دوى د حاصلاتو د صادرولو زمينه برابره کړي زياته ګټه به ترلاسه کړي .
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته