په ننګرهار کې د نوروز د جشن په بهيرکې د وسله والو طالبانو د مرګاني بريد مخه ونيول شوه
دجلال آباد ښار باختر دوري دمياشتې ٤ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې د نوروز د جشن په بهيرکې د وسله والو طالبانو د مرګاني بريد مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو په بمونوباريو موټر چې ټاکل شوې وه په جلال آباد ښارکې
د نوروز د جشن د مراسموپه بهيرکې د ملکي خلکو ترمنځ وچووي خو هدف ته له رسيدو مخکې کشف اوشنډکړاى شو.
سږ کال نوروز لکه دپخوا کلونو په شان په حکومتي تالارونو او په تفريح ځايونو کې ونمانځل شو.
په بمونو بار دغه موټر د ملي اردو د سرتيرو په ځانګړو عملياتوکې له جلال آباد ښار څخه کشف او شنډکړاى شو .
د هېواد په ختيځ کې دملي اردو دڅلورمې لوا قوماندان جنرال محمدسنګين دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ ددغه موټر بم دپښې په اړونديوتن نيول شوى دى.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي .پاى سعيده ذ