په ننګرهار کې د ملي دسترخوان د تطبیق چارې پیل شوې
کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
د ننګرهار په پچير اګام او هسکې مېنې ولسواليو کې د ملي دسترخوان د تطبیق په موخه د شوراګانو فعالولو او نورې ټولنيزې چارې پيل شوې.
د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا رييس انجنیر امان الله میاخېل وايي چې په پچير اګام کې به ۹۲ او هسکې مېنه کې به ۶۶ شوراګانې مستحقو کورنيو ته د ملي دسترخوان مرستې ورسوي.
پای/وصال