کابل / د لیندۍ ۱۸ مه / باختر
د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د مالټو بڼونو حاصلات سږکال ۱۹۰۰ ټنه اټکل شوي دي چې ور سره به له پاکستان څخه د مالټو د ورادولو تر ډېره مخنيوی وشي.
د ننګرهار ولایت د رسینو دفتر د معلوماتو له مخې؛ په ننګرهار کانال پورې اړوند ۶۱۰ هکټاره ځمکه کې د مالټو بڼونه جوړ شوي دي او د حاصلاتو د لا زياتوالي په موخه په ۴۳ هکټاره ځمکه کې د مالټو نوي بڼونه جوړېږي.
کانال ادارې ته پاملرنه او پر وخت د مالټو بڼونو ته د سرې او نورو کيمياوي درملو ورکول د مالټو د حاصلاتو د زیاتوالي دلیل بلل شوی دی.
په ننګرهار کې د مالټو بڼونو مخينه څو لسيزو وړاندې ته رسېږي چې يو وخت يې حاصلات نورو هېوادونو ته هم صادرېدل.
پای/ وهاج
9 1 دقیقه لوستل