په ننګرهار کې د طالبانو او داعش ۴ غړي ونيول شول
کابل / د چنګاښ ۱۶ مه / باختر
د ننګرهار په مرکز، بټي کوټ، بهسودو او کوز کونړ ولسوالیو کې د داعشیانو د یو قاضي په ګډون درې داعشیان او یو طالب نیول شوي دي.
د ننګرهار د رسنیو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسان د ملي امنیت په عملیاتو کې نیول شوي دي.
وصال