په ننګرهار کې د سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې د اړتیا اوبه برابرې شوې

جلال اباد / د غبرګولي / ۳۱/ باختر

د اوبو د یوکانال په جوړېدو سره په ننګرهار کې د سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې د اړتیا اوبه برابرې شوې .

دغه کانال ٤٠٠ متره اوږدوالی لري او د غره له لمنې  د چشمې له اوبو د خوږیاڼیو په ولسوالۍ کې کروندو ته رسوي .

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه کانال د ٤ ميلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

دغه وزارت وایی د دغه کانال په ګټې اخیستنې سره د خوږیاڼیو ولسوالۍ د بزګرانو د ٥٥٠ جریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرېږي .

بزګران له دې چې د اړتیا وړ اوبو ته لاس رسی مومي  خوشحاله دي او وایی چې د کافي اوبو شتون د دوی د کرکیلې او کار د سمون سبب کېږي .

پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته