امنیت

په ننګرهار کې د دريو تنو ملکي وګړو او د يوه پوځي وژل کيدل

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې لومړۍ
په ننګرهار ولايت کې دچاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي او دعامه نظم د ساتنې يو پوليس شهيدان شول.
دننګرهار د والي ويندوى احمد ضيا عبدالزي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تيرماښام د هډې فارم د پله په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دعامه نظم دسرتيرو د سپرلۍ يو موټر له سيمې څخه دتيريدو په حال کې و چې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او د چاودنې له امله يې دعامه نظم يو پوليس او درې تنه ملکي وګړي شهيدان شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې دعامه نظم يو پوليس او يو ملکي وګړى هم ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې دننګرهار ولايت دعامې روغتيا رييس د ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته