په ننګرهار کې د داعش د ډلې په خپلمنځي نښته کې د شپږو تنو ډاراچوونکو وژل کيدل
جلال آباد باختردکب دمياشتې٢٧ نيټه :
شپږ تنه ډاراچوونکي په ننګرهار ولايت کې د طالبانو د ډلې په خپلمنځي جګړه کې ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دغه جګړه پرون په نازيانو ولسوالۍ کې د داعش د ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ دسيمې د واکمنۍ پرسر رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛ په دې نښته کې شپږ تنه داعشيان وو ژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
د رارسيدلو خبرونوله مخې ؛ تراوسه پورې په سيمه کې حالات ښه نه دي او ښايي د داعش د ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ بيا نښته رامنځته شي.
پاى عطاالله ذ