په ننګرهار کې د داعش د هدفمندو ترورونو درې ماموران ونیول شول
جلال اباد / د ثور / ۱۶/ باختر
درې تنه چې ویل کېږي په ننګرهار کې د داعش د ډلې په هدفمندو ترورونومامور وو،ونیول شول.
دغه کسان په جلال اباد ښار کې د ملي امنیت د ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې وپېژندل شول او ونیول شول .
د ننګرهار د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره ویلي دي چې نیول شویو کسانو په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې د داعش په ډله کې د غړیتوب او په جلال اباد ښار کې په څو هدفمندو ترورنو کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی .
د داعش ډلې په دې اړوند څه ڼه دي ویلي .
پای / سعیده