په ننګرهار کې د داعش دوه غړي ونيول شول
کابل / د چنګاښ٨ مه / باختر
د داعش دوه غړي په ننګرهار کې په جلاجلا عملياتو کې ونيول شول.
ملا محمدياسين او ملاتجول پرون ناوخته د جلال آباد ښار او بهسودو ولسوالۍ څخه ونيول شول.
د ننګرهار د ملي امنيت يو خبرځاى باخترآژانس ته وويل؛ دغه کسان په ننګرهارکې د ښاريانو او شرکتونو په ګواښ، باج اخيستنې او په څو هدفي وژنو تورن دي.
نيول شويو کسانو په داعش ډله کې پر خپل غړيتوب او په ننګرهار کې په څو تروريستي بريدونو کې په لاس لرلو اعتراف کړى دى.
د داعش ډلې تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي
\ ذ