په ننګرهار کې د خرما بڼونو ته پراختیا ورکول کېږي

کابل، د مرغومي ۳۰ مه، باختر
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولینو په دغه ولایت کې د خرما د بڼونو د پراختیا لپاره نوې هڅې پیل کړې دي.
د شرکت د کرنیزو او تخنیکي چارو ریاست یو مسوول باختر اژانس ته ویلي، چې خرما د یو ارزښتناک اقتصادي محصول په توګه د بزګرانو او سوداګرو لپاره ځانګړی اهمیت لري، دا محصول د خوراکي، درملیز او صنعتي کارونې له لارې کولای شي د هېواد اقتصاد ته وده ورکړي.
سرچینې زیاته کړې، چې موخه یې په ننګرهار کې د خرما بڼونو پراختیا، اقتصادي وده او د ملي عایداتو لوړوالی دی.
د شرکت د مسوولینو په وینا، د دغه پلان له مخې په راتلونکي کې د خرما د باغونو جوړولو پروګرام پراخېږي، چې ورسره به د دې محصول تولید زیات او د شرکت عواید به لوړ شي.
هغوی وایي، د کرنیزو پروژو له لارې هڅه کوي چې د هېواد کرنیز سکټور ته وده ورکړي او بزګرانو ته نور فرصتونه برابر کړي.