په ننګرهار کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ۷مه، باختر
د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د چارو له پيل خبر ورکوي.
د یاد ولایت د د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د بټي کوټ ولسوالۍ په امبرخاني سېمه کې د USAID په مالي ملاتړ د ۴۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
مسوولینو وویل، په یاده شبکه کې د ۴۰ متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د ۱۸ نل لیکو او ۳۶ سولرو تختو نښلول شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې شبکې په جوړېدو سره به د سیمې ۳۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو زمینه برابره شي.