په ننګرهار کې د اوبولګولو یو کانال جوړ شو
– کابل / د چنګاښ لومړۍ / باختر
د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په صد باشي سیمه کې د ۴ میلیونو افغانیو په لګښت د ۴۰۱ مترو په اوږدوالي د اوبو یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار د کلیو د بیارغاونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې؛ یاد کانال د ولسي تړون پروګرام په آډانه کې رغول شوی چې د ۷۹۷ کورنيو ۵۵۰ جريبه ځمکه به ترې خړوبه شي.
پای/وصال