په ننګرهار کې د اوبولګولو او برېښنا تولید بند د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو
کابل، د لېندۍ ۲۴مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د عرفان هلال ودانیز شرکت له مسئول سره د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د اوبولګولو او برېښنا د تولید بند د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دغه هوکړه لیک له مخې به، د عرفان هلال ودانیز شرکت پر یاد بند د پانګونې په ځانګرې توګه د اوبولګولو سیسټم د عصري کولو او پراختیا په برخو کې خپل فعالیتونه پیل کړي.
د یو بل خبر له مخې؛ د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د ابن سینا څېړنیز او پراختیایي مرکز له اجرائیوي رئيس اکرم عظیمي سره هم د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې، یاد مرکز له اوبو او انرژۍ وزارت سره د انرژۍ د څېړنیزو مرکزونو د رامنځته کولو، د اړینو تجهیزاتو د برابرولو، د متخصصو کادرونو د روزنې او د طرحو او وړاندېزونو په موخه د برېښنا انرژۍ د پراختیا او لېږد په برخه کې همکاري وکړي.