په ننګرهار کې د افغان ځواکونو او وسله ولو طالبانو ترمنځ نښته
جلال اباد باختر د کب ۵ مه
د ننګرهار ولایت د دُربابا ولسوالۍ په دربند سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې درې تنه طالبان تپیان شوي دي.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تېرې ورځې په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال