په ننګرهار کې دکولمو دناروغيو ددرملنې دڅانګې پرانستل .

کابل باختر  دوري دولسمه :
په ننګرهار ولايت کې دفاطمته  الرزهرا په روغتون کې  دکولمو دناروغيو دعلاج او درملنې  څانګې په فعاليت پيل وکړ .
  مخکې له دې دکولمو په ناروغيو  اخته کسانو ددغې ناروغيو  دتشخيص  او درملنې لپاره  نورو لرې پرتو روغتونونو ته مراجعه کوله .
دفاطمته الزهرا  روغتون  مسوول ډاکتر حکمت  الله عرب باختراژانس ته وويل چې له دې وروسته   به دوى دکولمو دناروغيو په تشخيص او درملنې اقدام وکړي .
ده وويل  چې دکولمو دټپ ،مکروب  او سرطان په ګډون د کولمو په ناروغيو  اخته کسان دتشخيص  او درملنې لپاره دې  ته اړ و چې لرې ځايونو ته مراجعه  وکړي .
   دکولمودناروغيو متخصص ډاکتر محمدعالم الم چې په هندوستان کې يې زده کړې کړي دي وايي چې له دې وروسته  به په پرمختللو  طبي  دستګاو او تجهيزاتو سره په ښه توګه دکولمو  په ناروغيو  داخته کسانو درملنه وکړي .
  ختم_  عطاالله –اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته