کابل باختر دوږي يوولسمه :
په زرګونو تنو په ننګرهار ولايت کې دښوونکو په توګه دشموليت په مقصد په رقابتي ازموينه کې ګډون وکړ .
دترلاسه شويو معلوماتو له مخې ، په پاى کې به له څلور زرو پنځه سوو تنو برخه والو څخه يو زرو دوه سوه تنه دننګرهار ولايت په ښوونځيو کې دښوونکو په توګه جذب شي .
دننګرهار ولايت دپوهنې رياست يوه مسوول باختراژانس ته وويل چې ديوزرو دوه سوه تنو نويو ښوونکو په جذب سره به دننګرهار ولايت په لرې پرتو ښوونځيو کې دښوونکو دکمښت ستونزه هم لرې کېږي .
ده وويل ټاکل شوې ده ددغې ازموينې له څلور زرو پنځه سوو برخه والو څخه يوزرو دوه سوه تنه په لوړو نمرو سره دښوونځيو دښوونکو په توګه جذب شي .
په دې ازموينه کې کابو يو زرو سل تنه نجونو او ښځو هم ګډون کړى دى .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل