کابل/ دليندې ١١مه / باختر :
دهېواد هوايي ځواکونو په ننګرهار کې دطالبانو اوداعشيانو په سنګرونو برېدونه وکړل .
درارسېدلو خبرونوله مخې ، په دغو برېدونوکې ١٢ ډار اچوونکي ووژل شول اودهغوى څلور سنګرونه له ټولوجنګي وسايلو سره يې دړې وړې شول .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې طالبان او داعشيان دپوځيانو له ويرې په خپلو سنګرونوکې پټ شوي و ، چې برېدونه پرې وشول .
هغه تاييد کړه چې دهوايي پوځ په دغو برېدونوکې دطالبانواو داعش دډلو ١٢ غړي ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې ، پوليس دننګرهار په ګڼ مېشتو لارو کې داوولسو ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنو درامنځته کېدو په مخنيوي بريالي شول .
طالبان ددغو ماينونو دښخولو عاملان بلل شوي دي .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل