کابل باختر دزمري ٢٦ دداعشيانو دډلې ١٨ تنه غړي دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول . په دغو داعشيانو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي . دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې ددريو تنو پاکستاني داعشيانو په ګډون ١٨تنه داعشيان ووژل شول . ده وويل په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت د هسکې مينې او ددربابا دولسواليو په مربوطاتو کې ددوى په سنګرونو بريدونه شوي دي درارسيدلو خبرونوله مخې ، په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه څلور ماينونه کشف او شنډ کړل . ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلوديوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي دغه ډيپو دخوږياڼيو په ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو په پټنځي کې ساتل کيدل او له دغه ډيپو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . . سيمه ئيز مقامات وايي چې داعشيانو ددغه ډيپو له وسلو اومهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله . ختم_عطاالله _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل