کابل باختر دوري اوه ويشتمه
څو شيبې مخکې څو تنو يرغلګر په ننګرهار ولايت کې په امريکايې سرتيرو پورې اړوند دبيا رغاونې دولايتي ټيم ودانۍ ته ننوتل .
درارسيدلو خبرونو له مخې يرغلګر ددغي ودانۍ پرساتونکو له ډزو وروسته ودانۍ ته ننوتلي وي .
دباختر اژانس خبريال دپيښې له ځاى څخه خبر راکړ چې تراوسه پوري د پنځو چاودنو غږ اوريدل شوي دي .
دي وايي چې د ډزو غږ هم دپي ار تي په ودانۍ کې اوريدل کيږي .
د ننګرهار دوالي ويندوى احمد ضيا عبدالزي له باختر اژانس سره په تيلفوني اړيکه کې دبيا رغونې دولايتي تيم پر ودانۍ ديرغلګرو بريد تاييد کړ خو دجزئياتو په باب يي بي خبري څرګنده کړه .
تراوسه پوري په دې پيښه کې دامريکايي سرتيرو دسردزيانونو دشمير په باب معلومات نشته .
په جلال اباد ښار کې دبيا رغاوني دولايتي ټيم ودانۍ دملي اردو په دويمه لوا کې موقعيت لري .
ددغي پيښې جزئيات وروسته خپريږي