په ننګرهار کې دپوځيانو په هوايي بريد کې دوسله والو طالبانو ديوه قوماندان وژل کيدل
کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٧ :
په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد له امله دوسله والو طالبانو دډلې يو جګپوړى قوماندان ووژل شو.
په دې بريد کې دطالبانو دډلې شپږ تنه غړي هم وژل شوي دي او څه ناڅه دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه پيښه تيره شپه په خوږياڼيو ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې بې پيلوټه جنګي الوتکو دعمر خالد په پټنځي بريد وکړ.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل : چې په دې هوايي بريد کې دوسله والو طالبانو دډلې مشهور قوماندان عمر خالد له شپږو تنو افرادو سره يې وژ ل شوى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
ده وويل چې عمر خالد ديولړ تروريستي بريدونوپه پلان جوړولو بوخت و چې بريد پرې وشو.
ويل کيږي چې په دې هوايي بريد کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې درې تنه دننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې دطالبانو له تروريستي ډلې سره داړيکو دلرلو په تور نيول شوي دي .
دغه کسان نن سهار دپلټنې په بهيرکې ونيول شول.