په ننګرهار کې دپروني ځانمرګي بريد دقربانيانو شميرزيات شوي دي
کابل باختردوږي دمياشتې٢١نيټه :
په ننګرهار ولايت کې دپروني ځانمرګي بريد د قربانيانو شمير ٣٦تنو ته ورسيد.
په دې پيښه کې دغه راز ١٢٨ تنه ټپيان شوي.
يو ځانمرګي يرغلګر پرون له غرمې وروسته دکابل – تورخم په تګلوري کې دمومندرې ولسوالۍ دډکې په سيمه کې په مظاهره کوونکو بريد وکړ.
دننګرهار ولايت يو روغتيايي مسوول باخترآژانس ته وويل چې ددغه ځانمرګي بريد دقربانيانو شمير ٣٦ تنو ته زيات شوى دى.
ده دغه راز وويل چې دټپيانو شمير ١٢٨ تنه دي او د شلو تنو روغتيايي حالت خراب دى .
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى .
ددغه ځانمرګي بريد ټپيان اوقربانيان په مومندرې ولسوالۍ کې دسيمه ييزو پوليسو ديو قوماندان پرخلاف مظاهره کړې وې چې پرې بريد وشو.
د ننګرهار ولايت روغتيايي مقامات وايي چې ددغې پيښې ټپيان دپيښې دسيمې په لس کيلومترۍ واټن کې دغني خيلو ولسوالۍ په روغتون کې او دغه راز په جلال اباد کې دننګرهار په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دننګرهار والي حيات الله حيات نن ددغي پيښې دټپيانو دکتنې په وخت کې له روغتيايي مسوولينو څخه وغوښتل چې هر هغه څه چې په توان کې لري ددغو ټپيانو په درملنه کې ورڅخه ډډه ونه کړي.
ده وويل ؛ ددغه ډاراچوونکي پيښې عاملين به ډير ژر وپيژندل شي او دقانون منګولو ته وسپارل شي.
پاى شکريه ذ