کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٧ :
په ننګرهار ولايت کې يوه اندازه نشه يي توکي کشف اوترلاسه شول.
پوليس وايي چې ددغو توکو دليږ دونې په اړوند دوه تنه نيول شوي دي .
دغه توکي دکابل _ جلال اباد دلويې لارې په اوږدو کې ددرونټې په ساحه کې کشف اوترلاسه شوي دي.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې نيول شويو کسانو کابل ته ١٠٠ کيلو ګرامه اپين په مهارت سره دبادرنګو په بوريو کې ځاى پرځاى اوپه يوه موټر کې ايښي وو او غوښتل يې نامعلوم ځاى ته قاچاق کړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ