کابل باختر د کب دمياشتې ١١ :
په ننګرهار ولايت کې ديوه بم دچاودنې له امله يو تن ووژل شو او شپږ تنه نور ټپيان شول.
دغه چاودنه دګوشتې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو دقوماندان عبدالصمد دسپرلۍ په کاروان ترسره شوه.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې يوتن ووژل شو او دګوشتې ولسوالۍ دسيمه ييزو پوليسو دقوماندان په ګډون شپږ تنه ټپيان شول .
تراوسه پورې هيچا ددغې چاودنې مسووليت په غاړه نه دى اخيستى خو سيمه ييز مقامات د دغې پيښې عاملين طالبان بولي.
په همدې حال کې په ننګرهار کې ديوه روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې پيښې دټپيانو ددريو تنو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ