کابل باختر د وري شپږ ويشتمه :
په ننګرهار کې ديوه انسان تښتوونکي بانډ يو تښتيدلى غړى دامنيتي مامورانو له خوا ونيول شو .
په جليل او دهغه په يوولسو تنوملګرو د يوه ماشوم دتښتونې او وژنې په ګډون دانسان تښتونې دلسګونو مواردو تور لګول شوى و چې په پاى کې ملګري يې تيرکال له نيول کيدو وروسته په مجازاتو محکوم شول خودى په خپله فراري و .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې جليل دڅه دپاسه يو کال هلوځلو وروسته په پاى کې په جلال اباد ښار کې ونيول شو .
دغه سړى په لومړنيو تحقيقاتو کې په ننګرهار کې دانسان تښتونې په لسګونو مواردو اعتراف کړى دى . او ويلي دي چې څه ډول يې دخپلو انديوالانو په ملګرتيا تير کال کوچنى ماشوم نقيب الله په ننګرهار کې وتښتاوه او آن دماشوم له کورني څخه دپيښو له ترلاسه کولو سره سره يې هغه وواژه .
ختم_ عطاالله _ اکرم