امنیت

په ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه شوه

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو سيمو او لارو کې  ديو لړ چاودنو دترسره کولو لپاره  دوسله والو طالبانو طر حه ناکامه شوه .
ددغې ډلې افرادو غوښتل  دکوز کونړ  ، غني خيلو او د روداتو ولسواليو  په ګڼ ميشتولارو کې دماينونو په ښخولو سره  ملکي وګړو ته  خونړۍ پيښې رامنځته کړي ؛  خو امنيتي ځواکونو  د دغو ماينونو په کشفولو سره  ددغو پيښو مخه يې ونيوله .
دننګرهار ولايت  دامنيې قوماندانۍ  وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر   آژانس خبريال ته وويل   چې دغه ماينونه  دطالبانو دډلې  دافرادوله  خوا  دکوز کونړ ، روداتو  او دغني خيلو دولسواليو په ګڼ ميشتو لارو کې ښخ کړاى شوي و.
ده  تائيد کړه  چې امنيتي مامورينو دکشفي معلوماتوله مخې ددغو ماينونو  په کشفولو اوشنډولو بريالي شول.
دننګرهار دامنيې قوماندانۍ وياند وايي  چې ددغو ماينونو په کشفولو سره  په ملکي وګړو  ديو لړ خونړيو تروريستي بريدونو  مخه ونيول شوه.
په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګڼ ميشتو لارو کې دماينونو اوبمونو په ښخولو  لاس پورې کوي  چې زياتره ملکي و ګړې پکې قرباني کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته