اقتصاد

په ننګرهار کې ديوسړک دجوړولو اوقيراچولو کار پاى ته ورسيد

کابل باختردوري دمياشتې ٢٥ :

دننګرهار ولايت دکوټ اوهسکي مينې دولسواليو دسړک دجوړولو اوقيراچولو کار پرون پاى ته ورسيد.

دغه سړک داته ويشتو کيلومترو په اوږدوالي اونهه مترو سور دحلقوي سړک له لاري دغه دواړه  ولسوالۍ له نورو ولسواليو  او دجلال اباد سره نښلوي.

دننګرهار ولايت دفوايد عامي رييس انجينر فضل الربي ولي زي باختراژانس ته وويل چې دغه سړک نږدي  دشپږنيم مليونو ډالرو په لګښت جوړ اوقيرپري اچول شوي دي .

ده وويل چې ددغه سړک په پرانستل کيدو سره دننګرهار ولايت  په پنځوولسواليو کې  زرګونو کورنيو ته  دبازار  اودولايت مرکزته دتللو اسانتياوي رامنځته شوي دي.

دورکړشوي احصائيي له مخې په ننګرهار ولايت کې دګل اغاشيرزي  دولايت له پيل کيدو څخه تراوسه پوري څه دپاسه دوه سوه کيلومتره سړک جوړ اوقيرشوي دي اويوسلو پنځوس کيلومتره نور ترکارلاندې دي.

ننګرهار دهغو لږو ولايتونو له جملي څخه دي چې په زياتو سړکونو کې يي قيراچول شوي  او يوڅه ښه کيفيت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته