کابل باختر دغويي دمياشتې ٨ نيټه :
د داعشيانو د ډلې دوه ويشت تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې، په نويو بريدونوکې ٢٢ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت دکوټ ، هسکې مېنې او اچين د ولسواليو په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو کې بريدونه شوي دي.
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛په دغو ځمکنيو او هوايي بريدونوکې د داعش د ډلې څومرکزونه او پټنځي هم له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه وړل شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې، افغان پوځيانو په ننګرهار کې د وسله والو طالبانو د يولړ چاودنو د ترسره کولو طرحه ناکامه کړې ده .
امنيتي مامورانو د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل