جلال اباد باختر د زمري ۸ مه
تېره ورځ د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخېلو په سیمه کې دوه تنه د ۳۹ کیلو ګرامو نشه یي توکو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې؛ نیول شوي چرس په یوه ټونس موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې د پولیسو له خوا د ثمر خېلو په سیمه کې د پلټنې پرمهال ونیول شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه یېزخبریال ته وویل چې،دغو کسانو پلان درلود څو نیول شوي چرس له پروان ولایت څخه د غني خېلو ولسوالۍ ته ولېږدوي خو د پولیسو له خوا د پلټنې پر مهال ونیول شول.پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ