امنیت

په ننګرهار کې دوسله والو طالبانو ديو قوماندان نيول کيدل

کابل باختردوري دمياشتې ٢٥ :

دوسله والو طالبانويو قوماندان پرون په ننګرهار ولايت کې ونيول شو.

دغه قوماندان چې هويت يي نه دي  په ډاګه شوي  دافغان اوناټو دځواکونو

دځانګړو عملياتو په بهيرکې دچپرهارولسوالۍ له مربوطاتو څخه نيول شوى دى.

ناټو باختراژانس ته ديوې خبر  پاڼې په ليږلو سره  ددغه قوماندان نيول تائيد کړ او ويلي يي دي  چې ده په چپرهار ولسوالۍ کې ددغې ډلې  تروريستي بريدونوته سازمان ورکاوه .

په خبرپاڼه کي په دغه قوماندان دافغان اوناټو ځواکونو اوملکي وګړو دلسگونو تروريستې بريدونو دترسره کولو تورلګول شوي دي.

ددغې خبرپاڼې  دمعلوماتوله مخې ددغو عملياتو په بهيرکې څوتنه نور هم له وسله والو طالبانو سره دهمکاري په تورنيول شوي دي.

ناټو په خبرپاڼه کې ددغو عملياتو په بهيرکې افغان اوناټو ځواکونواودملکي وګړو دسردزيان په باب څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته