کابل باختر د ثور پنځمه :
په ننګرهار ولايت کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو کشف شوه .
له دغه ډيپو څخه لاسي بمونه ، ځانمرګي واسکټونه او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې ډار اچوونکو له دغو جنګي وسايلو څخه په خپلو بريدونوکې استفاده کوله .
دجنګي وسايلو ددغه ډيپو په اړوند څوک نه دي نيول شوي او امنيتي ماموران وايي دجنګي وسايلو ددغه ډيپو په اړوند دافرادو دپيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ