امنیت

په ننګرهار کې دهوايي بريد له امله ديوولسو تنو داعشيانو وژل کيدل

کابل باختر د لړم  نولسمه
دداعش دډلې يوولس تنه غړي په ننګرهار ولايت کې  دهوايي بريد له امله ووژل شول .
په دغو داعشيانو نن له غرمې وروسته په اچين ولسوالۍ کې  ددوى په پټنځي کې بريدوشو .
دهېواد په ختيځ کې  دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريد کې دداعش دډلې  يوولس تنه غړي  ووژل شول .
ده وويل  دغه داعشيان  په خپل پټنځي کې  ديولړ ډار اچوونکو بريدونوپه پلان جوړولو بوخت و  چې بريد پرې وشو .
ويل کيږي چې په دې هوايي بريد کې  ملکي وګړو ته  زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته