امنیت

په ننګرهار کې دهاوان ماين د لګيدو له امله دشپږو تنو ښځو او ماشومانو ټپي کيدل.

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٣
شپږ تنه ملکي  وګړي په  ننګرهار ولايت کې ددوى  په کور دهاوان دماين دلګيدو له امله ټپيان شول.
دغه  پيښه نن د خوږياڼيو په ولسوالۍ  کې هغه وخت رامنځته شوه چې داستوګنې په يو کور دهاوان ماين ولګيد.
دننګرهار ولايت دخوږياڼيو ولسوالۍ يو سيمه  ييز مسوول باخترآژانس ته وويل ،  په دې پيښه کې درې ښځې او درې تنه ماشومان ټپيان شول .
ده وسله وال طالبان دهاوان دتوغولومسوول وبلل او ويې  ويل امنيتي ځواکونو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
طالبانو تروسه په دې باب نظر نه دى څرګند کړى .
په همدې حال کې دخوږياڼيو ولسوالۍ په  روغتيايي مرکز کې  ډاکترانو د دووتنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته