امنیت

په ننګرهار کې دنشه يي توکو له جوړونکو کيماوي موادوسره ديوه سړي نيول کيدل

کابل باختر د مرغومې  دريمه :
يوسړى  دنشه يي توکو له جوړونکو موادوسره په ننګرهار ولايت کې ونيول شو .
دغه  سړى پرون ناوخته  کله يې چې غوښتل  يوسلو پنځوس ليتره خاص تيزاب چې دهيروئينو  په توليد کې کارول کيږي له کابل څخه  جلال آباد ته وليږدوي ، دامنيتي  مامورينو له خوا ونيول شو .
دننګرهارولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال دباخترآژانس  خبريال ته وويل : دغه سړي  په مهارت  سره د خاصو تيزابو بوشکې په يوه موټر کې ځاى پرځاى کړي و چې دکابل جلال آباد دلوى لارې په اوږدو کې ددرونټې  په ساحه کې ونيول شو .
نيول شوي سړي اعتراف کړى دى چې دغه تيزاب يې د هيروئينو دتوليدولو لپاره ننګرهار ته ليږدول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته