په ننګرهار کې دملي اردو ديو عسکر دوژنې يو تن عامل ونيول شو .
کابل باختر د مرغومي لسمه
دملي دفاع وزارت مقامات وايي دملي اردو ځواکونه دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دعملياتو په ترسره کولو سره دملي اردو دوژل کيدو ديو عامل په نيولو بريالي شول . چې څه موده مخکې تصويرونه يې ديوې خصوصي خبري شبکې له خواخپاره شول .
دباختر اژانس دخبر له مخې، څه موده مخکې يوې خصوصي تلويزيوني شبکې دملي اردو ديوه اسير شوي سرتيري څيره وښودله چې دنقاب لرونکو کسانو په منګولو کې دى او له هغه وروسته چې دپيژندنې کارت يې په خوله کې ورکول کيږي ددريو تنو وسله والو کسانو له خوا پرې ډزې کيږي .
دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمد ظاهرعظيمي چې نن يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه هغه سرتيري چې څه ډول شهيد کړي شو او تصوير يې خپور شو جميل نوميده او دننګرهار ولايت دروداتو ولسوالۍ اوسيدونکي و .
دى دنوبتي رخصتي له تيرولو وروسته په ننګرهار کې دطالبانو دډلې په يو تن قوماندان ګلاجي پورې داړوندو کسانو له خوا ونيول شو او له منل شويو ديني او نړيوالو معيارونو پرته په يوه صحرايي محاکمه کې پرې ډزې وشوې او په مظلومانه ډول يې ساه ورکړه .
له دغې پيښې وروسته دملي اردو ځواکونو په چاڼيزو عملياتو لاس پورې کړ او په ترڅ کې يې دګلاجي پټنځاى په ننګرهار ولايت کې تثبيت شو .
ده وکولاي شول له ساحې څخه وتښتي خو په مکتو مشهور ملا محمد په نامه دده ورور چې په زيات ګومان سره يو نقاب پوښ دى چې په سرتيري جميل بريد کړي و او نيول شوى دى او ترپوښتنې لاندې دى ؛
جنرال عظيمي دملي اردو دافرادو وژل چې خپلو خلکواو ټولنې ته په خدمت بوخت دي په کلکه وغانده .
ده په دې ترڅ کې دنيک محمد په نامه ديوبل سرتيري وژل کيدو ته اشاره وکړه چې په لغمان ولايت کې په يوه ورته پيښه کې ووژل شو .
عظيمي وويل: ددغه شان جنايتونو مرتکبين له نظره پټ نه و دملي اردو خاص ځواکونه چې دعمل لوړ ظرفيت لري تراوسه پورې ددغه شان جنايتونو په سلوکې نږدې ٩٠ عاملين نيولي دي او دخپلو عملونو په سزا رسول شوي دي .
طالبان په داسې حال کې دملي اردو دنيول شويو عسکروپه وژنې لاس پورې کوي چې پخوا هم دماشومانو داعدام په ګډون دملکي وګړو په وژلو هغه هم په دې جرم چې دکورنۍ يو غړى يې په امنيتي مرکزونوکې په خدمت بوخت دي، تورې کارنامې له ځانه پرى ايښي دي په داسې حال کې چې په خپله دهغو څو تنو جنايتکارانو داعدام په نسبت چې دتحقيق او محاکمې بهيرکې شفاف او څرګنددى اعتراف کوي او د نړيوالو سازمانونو دلاس وهنو غوښتنه کوي .
جنرال عظيمي دغه راز په دې خبري غونډه کې په ملي اردو کې دظرفيت دلوړولو خبرې وکړې اوزياته يې کړه چې په روان هجري لمريز کال کې ټول شپني عمليات په مستقل ډول دملي اردودکوماندو دافرادو له خوا چې ښځې هم پکې شاملې دي ترسره شوي دي او په سلو کې څه دپاسه اتيامحاربوي عمليات دملي اردو له خوا ترسره شوي دي اودملي دفاع وزارت مشرتابه دهوايي ځواکونوبيا احيا کولو ، ددرندو وسلو دقدرت لوړولو او دانجنيري دليکو ( دماينونو دشنډولو ) سمبالولو او اسخباراتو ته دخپل کار په سرکې ځاى ورکړى دى .
ده دروان هجري لمريز کال په لومړيو نهو مياشتو کې دملي اردو دعسکرو دسردزيان شمير ٦٠٩ تنه وباله او يادونه يې وکړه چې دسرددغو زيانونو په سلو کې پنځه اتيا په واټ کې دښخ کړي شويو ماينونو دچاودنو زيږنده دى .