امنیت

په ننګرهار کې دماين په يوه چاودنه کې دوو تنو سرحدي پوليسانو ته مرګ ژوبله واوښته

دجلال آبادښار  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٢ :
دسرحدي پوليسو يو سرتيرى پرون په ننګرهار ولايت کې ديو ماين په چاودنه کې ووژل شو او يوتن بل يې ټپي شو.
دغه چاودنه  په  جلال آباد ښارکې  هغه وخت رامنځته شوه  چې  دسرحدي پوليسو دسرتيرو کاروان له سيمې څخه تيريده.
دننګرهار ولايت  ويندوى احمدضيا عبدالرزي دباختر خبري آ ژانس خبريال ته وويل :  په دې چاودنه کې  دسرحدي  پوليسو يو سرتيرى  ووژل شو او يوبل ته يې ټپي شو.
عبدالزي  وسله وال طالبان ددغه ماين  ښخولو مسوول وبلل  او ويې ويل  چې ددغې پيښې دعاملين دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته