امنیت

په ننګرهار کې دلسګونو تنو داعشيانو وژل کيدل

کابل باختر دوږي  دريمه :
دداعشيانو دډلې  ٣٤ تنه غړي دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو د تيرو څلور ورځو په بهير کې  دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې  له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ٣٤ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل  په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت  دهسکې مينې ، خوږياڼيو او دنازيانو دولسواليو  په مربوطاتو کې ددوى په سنګرونو   بريدونه شوي دي
يوشمير نور ډار اچوونکي چې دننګرهار په خلکو داختر په ورځو کې بريدونو ته  چمتو کيدل دپوځيانو له خوا بريدونه وشول .
درارسيدلو خبرونوله مخې،   په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .امنيتي مامورانو  نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه ٥  ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې  د ډار اچوونکو دجنګي وسايلوددريو  ډيپو ګانو په کشفولو بريالي شوي دي
له دغو ډيپوګانو څخه  چې د بټي کوټ ، نازيانو او دهسکې مينې په ولسواليو کې د ډار اچوونکو په پټنځيو کې ساتل کيدې يوه  اندازه  سپک او درانده  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . .
سيمه ئيز مقامات وايي  چې داعشيانو ددغه ډيپو له وسلو اومهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته