په ننګرهار کې دطالبانو او داعشيانو دنويو خونړيو بريدونودوام .

-کابل باختر د  وري  شپاړلسمه :
په ننګرهار ولايت کې دوسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ نښتې دغه راز دوام لري .
دغه جګړې درې ورځې مخکې  دچپرهار ولسوالۍ په سيمو کې  پيل شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې دداعشيانو او طالبانو ډلو شپږ تنه غړي وژل شوي دي .
ده وويل:  جګړې ددواړو ډار اچوونکو ډلو دواکمنۍ غوښتنې پرسر  پيل  شوي دي .
  ډار  اچوونکو دغه راز ديوبل په کلي په بريد سره داستوګنې څو کورونو ته اوراچولى دى .
  دتيرو  څو کلونو  په بهير کې  دهېواد ځينې  سيمې دوسله والو  طالبانو او داعشيانو ترمنځ دخونړيو نښتو ګر دى .
دغه جګړې ددې سبب شوې دي چې ملکي وګړو ته دسردزيانونو داوښتو ترڅنګ په سلګونو تنه اوسيدونکي له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړې شي .
  ختم_ عطاالله 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته