امنیت

په ننګرهار کې دسيمه ئيزو پوليسو ځواکونه جوړيږي

کابل باختر د سلواغي اتمه
په ننګرهار ولايت کې امنيتي مسوولين وايي چې ددغه ولايت څوارلسو ولسواليو ته دسيمه ئيزو پوليسو تشکېلات منظور شول .
دننګرهار دوالي ويندوى احمد ضيا عبدالزي  باختر اژانس ته وويل په همدي مقصد دننګرهار دوالي ، دامريکا دمتحده ايالاتو دځانګړو ځواکونو دقوماندان جنرال بوک داک ، دسيمه ئيزو پوليسو درييس مل پاسوال عليشاه احمدزي  او  ديو شمير نورو مقاماتو په ګډون په دغه ولايت کې يوه غونډه جوړه شوې وه .
په دې غونډه کې پريکړه وشوه  چې دامنيتي حالت دښه والې په مقصد دې ٢٢٥٠تنه سيمه ئيز پوليس دننګرهار ولايت په څوارلسو ولسواليو کې موظف شي
ده زياته کړه دسيمه ئيزو پوليسو په موظُف کولو سره په ننګرهارولايت په  نسبي ډول  په نا امنو ولسواليو کې امنيت ښه  شي اوخلکو ته به دکار زمينه هم برابره شي
ده وويل دغه پوليس دننګرهار دوالي په غوښتنه منظور  شوي دي چې په نږدي  وختونوکې به موظف شي .
ده  زياته کړه دامريکا دخاصو ځواکونو قوماندان جنرال بوک داک له ده سره  ژمنه کړې ده چې ددغو څوارلسو ولسواليو دسيمه ئيزو پوليسو هراړخيزبشپړول په غاړه واخلي .
ديادونې وړ ده چې په دې وروستيو وختو کې دبټي کوټ ، کوز کونړ ، شيرزاد، چپرهار او دځينو نورو ناامنوولسواليو اوسيدونکو په خپلو سيمو کې دسيمه ئيزوپوليسو دجوړولو غوښتنه  کړې وه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته