په ننګرهار کې درې تنه ډار اچوونکي ونيول شول .

کابل باختر د وري  دويمه :
په ننګرهار ولايت کې دسيلاب  ١٤ په نامه دګډو محاربوي عملياتو په بهير کې  درې تنه ډار اچوونکي ونيول شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ د ٢٠١ سيلاب قول اردو  د څلورمې پلې  لوا منسوبانو ، د لومړى لمبر سرحدي لوا ،ملي پوليسو او د ملي امنيت له ځواکونو سره په همغږۍ کې د لازيات امنيت دټينګښت  ، ښې حکومتوالى  او د وکړنيو پاڅونونو  دملاتړ په موخه  د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې  پلې لوا دقوماندانۍ په مشرۍ دننګرهار ولايت دګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دسيلاب   – ١٤ په نامه ګډ محاربوي  عمليات پيل کړي او لا هم په برياليتوب سره دوام لري .
  د دغو عملياتو په بهير کې  پرون د ننګرهار ولايت دبټي کوټ  ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه ډار اچوونکي له يوې ويکسار ډوله واسطې او دوو کلاشينکوفونو سره ونيول شول .
  په خبر کې ويل شوي دي چې  د دغو عملياتو په بهير کې  دفاعي او امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته