په ننګرهار کې درې تنه له چرسو سره ونيول شول
۱۴- کابل / د مرغومي ۲۱ مه / باختر
په ننګرهارکې درې تنه له يوې اندازې چرسو سره ونيول شول.
دغه کسان پرون ماښام کله يې چې غوښتل دغه نشه يي توکي د جلال آباد- تورخم له لارې مارکو بازار ته ولېږدوي، د سره رود ولسوالۍ له مربوطاتو څخه ونيول شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې له یادو کسانو څخه ١٢ کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
په ننګرهار کې يو تن د شرابو پلورلو په تور ونيول شو.
پوليس وايي چې په جلال اباد ښار کې د نیول شوي سړي له کور څخه لسګونه بوتله شراب ترلاسه شوي دي.
ختم-ج – ا