کابل باختر دوري دمياشتې ٣١ نيټه : دوه تنه ډاراچوونکي پرون د ننګرهار په خوږياڼيو ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند شيراقا فقيري باخترآژانس ته وويل ؛ دغــــه ډاراچوونکي دافغان پوځيانو په ګډو عملياتو کې د دغه ولايت د خوږياڼيو
ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول.
فقيري زياته کړه ؛ په دغو عملياتو کې درې تنه نور ډاراچوونکي ټپيان شول او شپږ تنه مشکوک کسان له څو ميله جنګي وسايلو او يوه موټر سايکل سره ونيول شول.
پاى ذ کرالله