امنیت

په ننګرهار کې ددولتي ځمکو دغصبولو دمخنيوي دکمپاين پيل .

کابل باختر مرغومي  اوولسمه :
دننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې ددولتي ځمکو دغصبولو دمخنيوي کمپاين پيل شو .
په دې کمپاين کې  هلې ځلې کيږي چې غصبې  شوې ځمکې بيرته دولت ته وسپارل شي .
دننګرهار ولايت دروداتو ولسوال نصرت خان خاکسار  باختراژانس ته  وويل چې ددغه کمپاين په لومړي ورځ په لسګونو غير قانوني تاسيسات يې ويجاړ کړي دي .
ده وويل:دغه کمپاين به دټولو غصبو شويو دولتي ځمکو تربيرته ستنولو  پورې دوام وکړي .
دروداتو ولسوال دڅو ودانيو ويجاړولو په وخت کې  دځمکې  غاصبانو ته خبر دارى ورکړ چې له دغه کار څخه دې لاس واخلي که نه نو تر قانوني څارنې لاندې به ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته