په ننګرهار کې ددرې سوه کارتنو تيرتاريخ درملو کشف او ضبط
![7ee6ad17088936dcd1ce4e5b8ac3839f Xl](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2020/05/7ee6ad17088936dcd1ce4e5b8ac3839f_XL.jpg)
کابل باختر د سلواغې اتلسمه :
درې سوه کارتنه تيرتاريخ درمل په ننګرهار ولايت کې کشف اوضبط شول .
دننګرهار ولايت دعامې روغتيا رياست دپلټنې دډلې غړي وايي چې دغه تيرتاريخ درمل په جلال اباد ښار کې ددرملو دتوليد په يوه کارخانه کې کشف او ترلاسه شوي دي
ويل شوي دي چې په دغو کارتنونو کې دمسکن او انتي بيوتيک په ګډون ډول ډول درمل ځاى پرځاى کړى شوي وو
دننګرهار ولايت درسنيودفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ددغو درې سوه کارتنو تيرتاريخ درملو کشف خبرتاييد کړ .
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې ددغو کارخانو له مالکانو څخه پوښتنې او ګرويګنې دوام لري
داپه داسې حال کې ده چې دافغانستان خلک تل دکورنيو توليدي او هم دتوريدي درملو دکيفيت دټيټوالي له امله سرټګوي .
ختم- ف_ اکرم