امنیت

په ننګرهار کې دداعش دډلې ديوه مشهور قوماندان په ګډون د ١٨ تنو داعشيانو وژل کيدل

جلال آباد باختر دچنګاښ دمياشتې  ٧ :
دداعش دډاراچوونکي ډلې د يوه جګپوړي قوماندان په ګډون اتلس تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې ديولړ هوايي اوځمکنيو بريدونوپه بهيرکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو تيره شپه دکوټ اواچين په ولسواليو کې په جلاجلا ډول بريدونه وشول  .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې دداعش دډلې يو قوماندان له  ١٨ تنو افرادو سره يې ووژل شو.
ده وويل ؛  چې  دغه ډاراچوونکو په خپلو ډ اراچوونکو فعاليتونو بوخت وو  چې  له  ځمکې او هوا څخه  دکوټ او اچين دولسواليو په مربوطاتو کې پرې بريدونه وشول.ويل کيږي چې په دغو بريدونو کې دداعشيانو څو مرکزونه ددوى د جنګي وسايلو  له ډيپوګانو  او موټرو سره  له منځه تللي دي.
دننګرهار دوالي وياند وايي چې په دغو بريدونو کې پوځيانواو دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په وژل شويو کسانو کې څو تنه بهرني جګړه ماران هم شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته